د سرپرست حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت په يوه ليکلي پيغام کې د اختر مبارکي ويلې.
نوموړي ويلي، افغانستان کې له لسيزو ناخوالو وروسته د قربانيو او تکلیفونو په بدل کې امنيت راغلی دی او ساتل يې د ټولو افغانانو دنده ده.
ده له خلکو غوښتي چې د امنيت په ټينګښت کې دې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
نوموړي ويلي، حکومت يې په اقتصادي برخه کې هم هڅه کوي چې د شرکتونو او عام المنفعه کارونو په ايجاد سره خلکو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.
ده همداراز له خلکو غوښتي چې غلي دې نه کيني او په هېواد کې دې پانګونه وکړي او حکومت به هم له خلکو سره په دغه برخه کې مرسته کوي.
په پيغام کې همداراز راغلي، سرپرست حکومت هڅه کوي ترڅو افغانستان په اقتصادي ډول له پردي احتياجه خلاص کړي.
نوموړي همداراز له سيمې او نړۍ سره د ښو اړيکو خبره کړې او ويلي يې دي نړۍ دې دوی ته د شک په سترګه نه ګوري.
په پيغام کې همداراز راغلي په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت په بشپړه توګه بند دی.
نوموړي ويلي، نشه يي توکو سره مبارزه به جريان لري او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په دغه برخه کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ده همداراز ويلي، په حکومت کې يې هیڅ تعصب او تبعيض نشته او مسؤليت به چارواکو ته د تقوی په اساس ورکول کيږي.
هغه همداراز غوښتنه کړې چې خلک دې اسلامي احکاموعملي کولو ته په زور نه بلکې تشويق شي.
ده همداراز د فلسطين جګړه د ټول اسلامي امت قضيه بللې او په غزه يې د اسرايلو بريدونه غندلي دي.
هغه له نړۍ غوښتي چې په فلسطين دې دغه تجاوز پای ته ورسوي.




