کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سرپرست حکومت مشرتابه: نړۍ دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي

د سرپرست حکومت مشرتابه د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت اختريز پيغام کې ويلي، د افغانستان حکومت له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ اړيکې غواړي. دی همداراز له نړۍ غوښتي چې د افغانستان ارزښتونو ته احترام ولري او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نکوي. نوموړي همداراز يووالی د حکومت د تقويې لپاره اړين بللی دی. په پيغام ک…

2025-03-27 01:37 137۱ دقیقې لوستل
د سرپرست حکومت مشرتابه: نړۍ دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي

د سرپرست حکومت مشرتابه د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت اختريز پيغام کې ويلي، د افغانستان حکومت له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ اړيکې غواړي.

دی همداراز له نړۍ غوښتي چې د افغانستان ارزښتونو ته احترام ولري او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نکوي.

نوموړي همداراز يووالی د حکومت د تقويې لپاره اړين بللی دی.

په پيغام کې دغه راز راغلي دي چې حکومت دې شرعي قوانين او حدود تطبيق کړي او زياته کړې يې ده چې د جهاد او قربانيو هدف يې هم همدا وو.

پيغام کې له عالمانو هم غوښتنه شوې چې د بې ځايه رواجونو څڅه مخنيوی وکړي او له امر به معروف سره مرسته وکړي.

په ياد پيغام کې پر فلسطين د اسرايلو بريدونه غندل شوي او له نړۍ غوښته شوې چې له فلسطین سره ودريږي او د دوی غصب شوې ځمکې بېرته له اسرايلو واخلي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب