د سرپرست حکومت وياند د يوناما هغه راپور ته چې افغانستان کې يې په تېرو دريو مياشتو کې د بشري وضعيت له ارزولو وروسته خپور کړی وو غبرګون ښودلی.
نوموړي ويلي، يوناما له شرعي احکامو ناخبره او ځيني خبرې يې اسلامي ارزښتونو ته توهین دی.
نوموړي ويلي، سرپرست نظام په خورا سترو قربانيو راغلی او د شريعت تطبيق يې مسووليت دی.
نوموړي همداراز ويلي، د ښځو حجاب، د شرعي محرم اړتيا، دوی ته د کار او زدکړې چاپيريال برابرول او همدا ډول د حدودو تطبيق د نظام مسووليت دی.
ده ويلي، حکومت يې يوناما ته توصیه کوي ترڅو د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه ونکړي.
وايي، زمونږ هر کار او پرېکړه د مشرتابه له تحقیق وروسته عمليي کيږي او چاته اجازه نه ورکوو ترڅو خپلسري کارونه وکړي.




