کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته د سرپرست حکومت د ویاند غبرګون؛ افغانستان یو ټولشموله او ځواب‌ویونکی حکومت لري

د سرپرست حکومت ویاند رسنیو ته استول شوي کلېپ کې ویلي، اوس افغانستان کې سرتاسري امن او ثبات قایم شوی او د خلکو ترمنځ شخړې پای ته رسېدلې دي. ‏نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې د اسلامي امارت حکومت د نورو هېوداونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي نور هېوادونه دې هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او له افغانانو سره د…

2024-01-20 07:11 83۱ دقیقې لوستل
د سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته د سرپرست حکومت د ویاند غبرګون؛ افغانستان یو ټولشموله او ځواب‌ویونکی حکومت لري

د سرپرست حکومت ویاند رسنیو ته استول شوي کلېپ کې ویلي، اوس افغانستان کې سرتاسري امن او ثبات قایم شوی او د خلکو ترمنځ شخړې پای ته رسېدلې دي.

‏نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې د اسلامي امارت حکومت د نورو هېوداونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي نور هېوادونه دې هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او له افغانانو سره دې همکار پاتې شي.

‏د اسلامي امارت ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره پنجشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې د افغانستان حکومت دې ټولشموله شي.

د یادونې وړ ده، چې نړېواله ټولنه او ځينې هېوادونه پر اسلامي امارت د ټولشموله حکومت جوړېدو موضوع د فشار په توګه کاروي په داسې حال کې، چې اسلامي امارت حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازو ته د وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په سطحه ځای ورکړی شوی او تل دغه ادعاوې بې بنسټه او له حقیقت لرې بولي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب