کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سولې نوبل جايزه؛ محبوبه سراج د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردال اعلان وکړ چې د افغان فعالې محبوبې سراج نوم سولې نوبل جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې هم شامل دی. هغه زیاته کړه چې سږ کال د دې جایزې تر ټولو احتمالي ګټونکي د بشري حقونو فعالین دي. دغه انسټيټيوټ محبوبه سراج یوه اتله یاده کړې. هینریک اوردال ویلي: «هغه [محبو…

2023-09-29 14:29 41۲ دقیقې لوستل
د سولې نوبل جايزه؛ محبوبه سراج د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردال اعلان وکړ چې د افغان فعالې محبوبې سراج نوم سولې نوبل جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې هم شامل دی.

هغه زیاته کړه چې سږ کال د دې جایزې تر ټولو احتمالي ګټونکي د بشري حقونو فعالین دي.

دغه انسټيټيوټ محبوبه سراج یوه اتله یاده کړې. هینریک اوردال ویلي: «هغه [محبوبه سراج] د ماشومانو د روغتیا، زدکړو، له فساد سره د مبارزې او له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې او د هغوی د ځواکمنولو هڅو اتله ده.»

زيات شمېر افغان فعالانو هم د محبوبې سراج پر نوماندېدو خوښي څرګنده کړې او هغه یې ددې جايزې اصلي حقداره بللې ده.

څه موده مخکې په ټولنیزو رسنيو هغه ويډيو ډېره لاس په لاس شوه، چې محبوبه سراج پکې د اوسني حکومت له وياند، ذبيح الله مجاهد څخه د مکتبونو د خلاصولو غوښتنه کوي.

محبوبه سراج په دې ويډيو کې ښاغلي مجاهد ته وايي: «د خدای لپاره نور د نجونو ښوونځي پرانیزئ. داسې نه شي کېدلی چې د ښځو یو نسل ټولنې ته داسې پرېږدئ. که داسې ونه کړئ، زه ژمنه درکوم چې نړۍ به مو پر وړاندې ودرېږي.»

محبوبه سراج ۷۴ کاله عمر لري او له اوږدې جلا وطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ کال کې بېرته افغانستان ته راغلې ده. هغه اوس له خپلې کورنۍ سره په کابل کې مېشته ده او د بشري حقونو په بېلابېلو پروګرامونو کې برخه اخلي.

رویټرز خبري اژانس هم د جمعې په ورځ (د میزان ۷مه) راپور ورکړ، چې د نوبل د سولې جایزې ته د کاندیدانو په وروستي نوملړ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او په روسیه کې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني شامل دي.

ټاکل شوې د سږ کال جایزه د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه اعلان شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب