د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) خبر ورکړی چې د سوېډن د نړۍوالې همکارۍ پراختیایې موسسه(SIDA) له افغان میندو او ماشومانو د خوړو لپاره له یاد هېواد سره ۲,۲ میلیونه امریکایې ډالره مرسته کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پرون ورځ پر اېکس پاڼه د سوېډن له ۲,۲ میلیونه مرستې چې له افغان میندو او ماشومانو سره کېږي هر کلی کړی دی.
یادې ادارې ویلي دغه پیسې به د ۱۲۵ زره میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ د له منځه وړلو په موخه د بېلابېلو توکو پر ویش ولګول شي.
ددغه سازمان د مالوماتو له مخې د سوېډن د نړۍوالې پراختیایې همکاریو ادارې له ۲۰۲۱-۲۰۲۴ کال پورې له یاد سازمان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.




