کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سپین بولدک ـ چمن دروازه نن د ورځې تر پايه د تګ راتګ په وړاندې تړلې ده

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ مسوولان وايي، د سپین بولدک ـ چمن دروزاه به نن پنجشنه (د سپتمبر ۲۸مه) د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي. ځايي مسوولانو له ټولو مسافرو غوښتي، چې د نن ورځې لپاره دې په دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. دوی د لارې د تړل کېدو د علت په اړه څه نه دي ويلي. بل لوري ته يو شمېر ځايي باوري سرچينه…

2023-09-27 11:50 129۱ دقیقې لوستل
د سپین بولدک ـ چمن دروازه نن د ورځې تر پايه د تګ راتګ په وړاندې تړلې ده

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ مسوولان وايي، د سپین بولدک ـ چمن دروزاه به نن پنجشنه (د سپتمبر ۲۸مه) د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

ځايي مسوولانو له ټولو مسافرو غوښتي، چې د نن ورځې لپاره دې په دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دوی د لارې د تړل کېدو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

بل لوري ته يو شمېر ځايي باوري سرچينه افغان پرېس ته وايي، چې دروازه د پاکستاني لوري لخوا د کرښې هاغاړې ته د پاکستاني چارواکو د ليدنې په موخه تړل شوې ده.

دغه سرچينه زياتوي، چې په دې لاره عاجلو ناروغانو او د ټرانزيټ او تجارت موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

پر دغه دروازه هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان څخه افغان خاوري او له افغانستان څخه پاکستان خاوري تګ راتګ کوي

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب