کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د شاه‌ و عروس بن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

اوبو او انرژۍ وزارت نن سه شنبه په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د‌ کابل ولایت شکردرې ولسوالي کې يې د شاه و عروس بند چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.   د سرچینې په خبره، په ياد بند ۲۵۰ ميليونه ډالر لګښت راغلی چې د ۱.۲ ميګاواټه برېښنا توليد‌ په کولو سره به ۲۰ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې او ۲۷۰۰ هکټاره ځ…

2024-12-30 23:54 94۱ دقیقې لوستل
د شاه‌ و عروس بن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

اوبو او انرژۍ وزارت نن سه شنبه په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د‌ کابل ولایت شکردرې ولسوالي کې يې د شاه و عروس بند چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 

د سرچینې په خبره، په ياد بند ۲۵۰ ميليونه ډالر لګښت راغلی چې د ۱.۲ ميګاواټه برېښنا توليد‌ په کولو سره به ۲۰ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې او ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

 

د ياد بند د پرانستې مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال ويلي، د دغه بند‌ جوړښت د اوبو مديريت کې يو اړين ګام وو.

 

خبر پاڼې د حکومت د اداري مرستيال له قوله ليکلي چې لا هم پلان لري ترڅو هېواد کې د‌ اوبو مديريت په برخه‌ کې هڅې وکړي.

 

د دغه بند‌ لومړنۍ چارې په ۱۳۹۱ هجري کال کې پيل او بیا بېرته‌ په همدې‌ کال ودرېدې.

 

د سرپرست حکومت په راتګ سره يې کارونه بیا پيل او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب