کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د شهيدانو او معلولانو چارو وزارت: ۸۰ سلنه يتيمانو ته مو مرستې رسولي

د دغه وزارت سرپرست سمنګان ولايت کې له چارواکو سره په ليدنه کې ويلي، اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۳۵۰ زره يتیمان، ۹۰ زره کونډې او ۱۸۱ زره معلولان له دغه وزارت سره ثبت دي، چې له ډلې يې اتيا سلنو ته میاشتنۍ مرستې ورکړي. نوموړي په سمنګان ولايت کې يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د نغدي پېسو د وېش د څارنې په موخه ياد ولايت ته ت…

2023-12-23 03:20 73۱ دقیقې لوستل
د شهيدانو او معلولانو چارو وزارت: ۸۰ سلنه يتيمانو ته مو مرستې رسولي

د دغه وزارت سرپرست سمنګان ولايت کې له چارواکو سره په ليدنه کې ويلي، اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۳۵۰ زره يتیمان، ۹۰ زره کونډې او ۱۸۱ زره معلولان له دغه وزارت سره ثبت دي، چې له ډلې يې اتيا سلنو ته میاشتنۍ مرستې ورکړي.

نوموړي په سمنګان ولايت کې يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د نغدي پېسو د وېش د څارنې په موخه ياد ولايت ته تللی.

هغه همداراز له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال د مرستو رسولو په برخه کې په شفافيت ټينګار کړی.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د سوالګرو د ثبت لړۍ پیل کړې وه؛ تر څو حرفوي سوالګر له هغو څخه جلا کړی چې د مجبوريت له امله سوال کولو ته مجبور شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب