کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او د ولسمشر له مرستیال سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۱ عقرب ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ترکمنستان د نفت او ګازو د ۳۰م نړۍوال نندارتون او کنفرانس په څنډه کې، د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د ولسمشر له مرستیال بایمراد آنامامدف سره د انرژۍ، برېښنا، صنعت او ودانیزو چارو په برخه کې، لیدنه او خبرې کړې دې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېک…

2025-10-23 01:57 178۲ دقیقې لوستل
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او د ولسمشر له مرستیال سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۱ عقرب ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ترکمنستان د نفت او ګازو د ۳۰م نړۍوال نندارتون او کنفرانس په څنډه کې، د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د ولسمشر له مرستیال بایمراد آنامامدف سره د انرژۍ، برېښنا، صنعت او ودانیزو چارو په برخه کې، لیدنه او خبرې کړې دې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، دې لیدنه کې دواړو خواوو د ټاپې ستراتیژیکې پروژې د پر اهمیت ټینګار کړی او دا پروژه یې نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده.

پر اېکس پاڼه وړاندې لیکل شوي، دواړو خواوو د دې پروژې د پرمختګونو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې دا پروژه به نه یوازې د افغانستان لپاره د انرژۍ د انتقال یوه لاره برابره کړي؛ بلکې د دغه هېواد د یو مهم ترانزیټي مسیر په توګه رول به نور هم پیاوړی کړي.

سرچینې زیاته کړې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د رهبرۍ له لوري د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته د ملاتړ څرګندونه کړې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د موجودو خنډونو د لرې کولو او لازمې آسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز ترکمنستان کې د افغان سوداګرو ستونزې هم مطرح کړې او غوښتنه یې کړې، چې هغو قضیو ته دي رسیدګي وشي، چې افغان سوداګر له پیسو ورکولو وروسته هم نه دي توانېدلي خپل مالونه ترلاسه کړي.

دا لیدنه د متقابل تفاهم او همکارۍ په فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو د نږدې اړیکو د دوام او د یادو شویو موضوعاتو د تعقیب غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب