کابل (کوه نور، ۲۸ عقرب ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه په پلاوي په مشرۍ هندوستان هېواد ته سفر کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا سفر د چابهار بندر د لا ښه فعالولو، د هندي پانګوالو د راجلبولو او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو په هدف ترسره شوی دی.
تمه ده چې په دې سفر کې به د افغان حکومت پلاوی د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره وګوري.
افغان حکومت هندوستان ته د نورالدین عزیزي دا سفر له هند سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
نورالدین عزیزی د افغان حکومت دویم لوړپوړی چارواکی دی، چې د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې هندوستان ته سفر کوي، تر هغه مخکې امیرخان متقي هلته تللی و.
هندونستان هېواد ته یاد سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې ده.
باید وویل شي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی تر دې وړاندې ایران ته هم تللی و؛ تر څو د چابهار بندر د استفادې پر بدیلونو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.




