کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو له امیر خان متقي سره لیدلي

د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو ویلي چې د نوموړي د موضوع په تړاو یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدل شوي دي. د ظاهر قدیر وراره جلال قدیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امیر خان متقي یې د کاکا د موضوع د جدي څېړلو په اړه دوی ته ډاډ ورکړی دی. د قدیر پر وینا متقي ویلي چې سرپرست حکومت د هېواد شخصیتونو ته درناوی…

2025-05-11 22:19 22۲ دقیقې لوستل
د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو له امیر خان متقي سره لیدلي

د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو ویلي چې د نوموړي د موضوع په تړاو یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدل شوي دي.

د ظاهر قدیر وراره جلال قدیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امیر خان متقي یې د کاکا د موضوع د جدي څېړلو په اړه دوی ته ډاډ ورکړی دی.

د قدیر پر وینا متقي ویلي چې سرپرست حکومت د هېواد شخصیتونو ته درناوی لري او د هر افغان عزت ته ژمن حکومت دی.

نوموړي د امیر خان متقي له قوله ویلي چې د ظاهر قدیر قضیه به په جدي توګه څېړل کېږي او د اسلامي اُصولو، ملي ارزښتونو او عدالت په شتون کې به  لازم اقدامات ترسره کړي.

هغه همداراز ویلي چې سرپرست حکومت تر خپلې وسې کوښښ کوي چې یاده موضوع د انصاف او ملي تفاهم له لارې حل کړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دریم مرستیال ذاکر جلالي پر اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست په قطر کې د سرپرست حکومت سفارت ته دنده ورکړې چې دغه موضوع دې له کېنیا سره په همغږۍ وڅاري.

کېنیا کې د ظاهر قدیر تر نیول کېدو درې اوونۍ وروسته هم سرپرست حکومت په رسمي توګه ددې موضوع په اړه څه نه دې ویلي.

ظاهر قدیر چې د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال و نږدې درې اوونۍ وړاندې کېنیا کې د وسلو او نشه یې توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

نوموړی تېره اوونۍ د پنج شنبې پر ورځ د کېنیا پلازمېنې نایروبي کې محکمې ته وړاندې شو خو د دوسیو د نا بشپړوالي په صورت کې یې پرېکړه وځنډول شوه.

د یادونې وړ ده چې د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر وکیل بې بې سي ته ویلي چې پر نوموړي لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب