کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د عامې روغتيا وزارت: په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې ده

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، ډاکټر قلندر عباد وايي، چې په افغانستان کې د زېږون پر وخت د مور او ماشوم مړينه په بې سارې توګه کمه شوې ده. قلندر عباد زياتوي، چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې له هرو سل زرو ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو له جملې څخه زرګونه تنه مړه کېدل؛ خو په ۲۰۲۲ کې دغه کچه تر ۵۰۰ پورې راټيټه شوې وه. د قلندر عباد…

2023-09-10 00:00 11۲ دقیقې لوستل
د عامې روغتيا وزارت: په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې ده

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، ډاکټر قلندر عباد وايي، چې په افغانستان کې د زېږون پر وخت د مور او ماشوم مړينه په بې سارې توګه کمه شوې ده.

قلندر عباد زياتوي، چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې له هرو سل زرو ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو له جملې څخه زرګونه تنه مړه کېدل؛ خو په ۲۰۲۲ کې دغه کچه تر ۵۰۰ پورې راټيټه شوې وه. د قلندر عباد په وينا چې اوس دغه کچه په بې سارې توګه راښکته شوې او په هرو سل زرو ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو کې يواځې ۲۵۶ تنه مري.

د قلندر عباد په وينا ، چې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره ځانګړی ریاست جوړ کړی او دا رياست په دې برخه کې خپلې جدي هڅې کوي.

ډاکټر قلندر عباد د مور او ماشوم د مړينې د کچې د کچې د کمېدو خبره په داسې حال کې کوي، چې اوس هم د هېواد په ډېرو سیمو کې مېرمنې بشپړو صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

د افغانستان د نسايي ولادي ټولنې رییسه نجم‌السماء شفاجو وايي، چې اوس هم د هېواد په زيات شمېر سيمو کې روغتيايي کلينکونه نشته او ډېرې میندې روغتون ته پر لاره او یا ډاکټر ته په وخت د نه رسېدو له امله خپل ژوند او یا ماشوم د لاسه ورکوي.

شفاجو زياتوي، چې په صحي برخه کې د ښځينه ډاکټرانو، قابله ګانو او نرسانو کمښت د مور او ماشوم د مړينې یو بل مهم علت دی.

نجم السماء شفاجو وايي، د عامې روغتیا وزارت باید د هېواد په لرو پرتو سیمو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي او همدارنګه د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو د ظرفیت د لوړولو لپاره هم پروګرامونه جوړ کړي.

وړاندې تر دې د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې افغانستان د سيمې د هېوادونو په کچه د مور او ماشوم د مړينې تر ټولو لوړ ارقام لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب