عامې روغتیا وزارت پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه مولوي نور جلال جلالي د دغه وزارت د نوي سرپرست وزیر په توګه نن معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه.
خبرپاڼه کې د سرپرست له قوله لیکل شوي: «د عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته د معیاري او اړینو روغتیايي خدمتونو په رسولو کې یو اساسي وزارت دی.»
هغه د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو سربېره په ټولو نړیوالو بنسټونو، موسسو او ډونرانو غږ کړی چې دغه وزارت سره خپلو دوامداره همکاریو ته دوام ورکړي.
بل لور ته یاد وزارت مخکیني وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي، تېرو څه باندې دوو کالونو کې یې د روغتیا برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.
نوموړي ویلي، هڅه یې کړي چې د هېواد ټولو برخو ته روغتیایي خدمات ورسوي.




