دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، ۳۵۸ زره او ۶۶۰ جريبه دولتي ځمکه يې په ۲۶ ولايتونو کې تثبیت کړې او نږدې ۵۴۱ زره جريبه ځمکه هم په ولايتونو کې تر بررسي لاندې ده.
د سرچينې په خبره، تر ټولو ډېره استرداد شوې ځمکې په کندز او سرپل ولايتونو کې دي.
اعلاميه کې راغلي د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په ټول هېواد کې فعال دی او هغه ځمکې چې غصب شوي له بررسي وروسته بېرته راګرځوي.
دغه وزارت څه موده وړاندې هم اعلان کړی وو چې واک ته له رسېدو وروسته يې تر يو مليون جريبه ځمکه له غصب راګرځولې او زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې یې تر بررسي لاندې نيولي چې په په اړه به يې قانوني اقدامات ترسره شي.
دغه کمېسیون د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو جوړ شوی چې په ټول هېواد کې هغه ځمکې چې غصب شوي، بېرته خلاصوي.




