کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د‌ غزني اجرستان ولسوالي کې د نږدې ۳۴۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د خون کوتل سرک د جوړېدو چارې پيل شوې

 د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس پر اېکس ليکلي، د غزني ولايت په اجرستان ولسوالي کې د خون کوتل ۳۰ کيلو متره سرک د جوړېدو چارې د ۳۴۶.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوې.نوموړي ليکلي، دغه سرک چې ۳۰ کيلو متره اوږدوالی لري، په جوړېدو سره به يې اجرستان او مالستان ولسوالي د خون کوتل له لارې سره ونښلول شي.هغه ز…

2025-11-19 00:57 159۱ دقیقې لوستل
د‌ غزني اجرستان ولسوالي کې د نږدې ۳۴۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د خون کوتل سرک د جوړېدو چارې پيل شوې

 د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس پر اېکس ليکلي، د غزني ولايت په اجرستان ولسوالي کې د خون کوتل ۳۰ کيلو متره سرک د جوړېدو چارې د ۳۴۶.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوې.
نوموړي ليکلي، دغه سرک چې ۳۰ کيلو متره اوږدوالی لري، په جوړېدو سره به يې اجرستان او مالستان ولسوالي د خون کوتل له لارې سره ونښلول شي.
هغه زياته کړې، د دغه سرک د جوړېدو پر مهال به پلونه، پلګوټي، واشونه او استنادي ديوالونه هم ورغول شي.
سرچينې ليکلي، دغه سرک چې د يو کال په موده کې به جوړ شي، ورسره به د دواړو ولسواليو خلکو ته د تګ - راتګ اسانتياوې برابرې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب