کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قطر لومړی وزير افغان چارواکو ته: زمونږ هېواد هم اسلامي دی؛ خو نجونې مو ښوونځيو ته ځي

د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن له سي‌اين‌اين سره خپلې تازه مرکه کې کندهار ته د خپل وروستي سفر ځينې جزيات شريک کړي دي. هغه ويلي، د طالبانو رهبري ته مې په قندهار کې وویل، که غواړئ، چې د نړۍ‌والې ټولنه برخه و اوسئ؛ باید له مونږ سره يو ځای پر ځينو مسایلو کار وکړئ. هغه زياته کړې، چې دې کتنه کې دواړو لورو…

2023-09-23 12:13 542۲ دقیقې لوستل
د قطر لومړی وزير افغان چارواکو ته: زمونږ هېواد هم اسلامي دی؛ خو نجونې مو ښوونځيو ته ځي

د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن له سي‌اين‌اين سره خپلې تازه مرکه کې کندهار ته د خپل وروستي سفر ځينې جزيات شريک کړي دي.

هغه ويلي، د طالبانو رهبري ته مې په قندهار کې وویل، که غواړئ، چې د نړۍ‌والې ټولنه برخه و اوسئ؛ باید له مونږ سره يو ځای پر ځينو مسایلو کار وکړئ.

هغه زياته کړې، چې دې کتنه کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار او ځينو نورو برخو کې پرمختګونه وشي.

نوموړي ويلي: «"ما قندهار کې په واضحه توګه وویل چې که طالبان غواړي د نړیوالې ټولنې برخه شي، باید همکاري وکړي. تاسو باید له موږ سره یوځای کار وکړئ ترڅو د قطر په څیر یو اسلامي او عصري هیواد ولرئ.»

هغه زياته کړه، د افغانستان اوسنیو چارواکو ته یې وریاده کړې، چې قطر هم يو اسلامي هېواد دی؛ خو ښځې اجازه لري او دوی د ټولنې فعاله برخه ده.

عبدالرحمن ويلي، چې د قطر په پرمختګ کې ښځې مهم رول لري او د وزارتونو او سفارتونو د مشرتابه په څوکيو کار کوي.

د قطر د لومړي وزير په وينا، چې دغه هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر زيات دی.

محمد بن عبدالرحمن الثاني د روان کال په مې میاشت کې کندهار ته تللی و او د راپورونو له مخې چې هغه د دې سفر پر مهال د حکومت له مشرتابه، ملا هبة الله اخندزاره سره هم کتلي وو.
لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب