د هرات زلزله ځپلو سره د قطر د مرستو لومړۍ جوپه دغه ولايت ورسېده.
په دې ۷۰ ټنه مرسته کې کمپلې، خوراکي او روغتيايي توکي شامل دي چې د ياد هيواد د علماو نړۍوالې ټولنې او خيريه بنسټونو له خوا راټوله شوې ده.
افغاني سرې مياشت چې د دې بشري مرستې د ويش مسووليت په غاړه لري وايي، په نږدې ورځو کې به په اړمنو کورنيو وويشل شي.
ورته مهال د قطر چارواکو ويلي، افغانانو سره به په بيلابيلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د قطر د بشري مرستو دوه نورې الوتنې هم هرات ته ورسېږي.
يادې مرستې داسې مهال هرات ته را رسېږي، چې د هوا په سړېدو سره، د زلزله ځپلو ژوند سخت شوی او مرستو ته اړتیا لري.




