کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قوشتېپې کانال د دويم فاز چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول سيد ذبيح الله ويلي، د قوشتېپې کانال د دويم فاز چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوي او اوس مهال د فارياب ولايت اندخوي ولسوالي کې يې د کيندنې چارې ۱۳۰ کيلو مترو ته رسېدلې دي.   د ده په خبره، د دغه کانال په دويم فاز کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او درې زره ماشينري کار کوي چې د ۲۰ ميليارده افغانيو په ارزښت به…

2024-07-27 21:01 105۱ دقیقې لوستل
د قوشتېپې کانال د دويم فاز چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول سيد ذبيح الله ويلي، د قوشتېپې کانال د دويم فاز چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوي او اوس مهال د فارياب ولايت اندخوي ولسوالي کې يې د کيندنې چارې ۱۳۰ کيلو مترو ته رسېدلې دي.

 

د ده په خبره، د دغه کانال په دويم فاز کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او درې زره ماشينري کار کوي چې د ۲۰ ميليارده افغانيو په ارزښت به د روان کال تر پايه بشپړې شي.

 

د ياد کانال د جوړېدو په دريم پړاو کې به د ياد کانال په اوږدو کې پرتو ځمکو ته فرعي کانالونه هم جلا شي چې ورسره به ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

 

ياد کانال ته به د امو سیند د اوبو د راګرځولو سربېره افغانستان په نږدې راتلونکي کې د غنمو په صادروونکي هېواد بدل او ورسره به ګڼ شمېر زراعتي فارمونه هم جوړ شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب