د هېواد په شمال کې د قوشتېپې کانال مسوولين وايي، د دغه کانال سربند چې د اوبو د مديريت ۱۴ دروازې لري چارې يې ۴۰ سلنه مخ ته تللي او د روان لمريز کال تر پايه به بشپړې شي.
د مسوولينو په خبره په دغه کانال کې له ۲زره ډېر کسان کار کوي او زر عرادې ماشينونه پکې په کار اچول شوي.
وايي، د دغه کانال په سربند کې کارېدونکي ساختماني مواد د هېواد داخلي توليدات دی او په خبره يې انجينران يې هم د افغانستان دي چې په اړونده برخه کې کافي تجربه لري.
دغه کانال ۲۸۵ کيلو متره اوږدوالی لري او نږدې درې ميليون جريبه ځمکه به خړوبه کړي څه موده وړاندې يې د لومړي فاز چارې پای ته ورسیدې.
د مالوماتو له مخې دغه کانال د هېواد له داخلي بوديجې جوړيږي.
دغه کانال به وکولای شي چې د امو سيند اوبه مهار کړي او په شمال کې پرتې دښتې په ښه شکل خړوبه کړي.
تېره ورځ د ريس الوزرا اداري مرستيال د دغه کانال د چارو په چټکتيا ټينګار کړی وو.
د يادونې ده، چې د قوشتېپې کانال پروژه په لومړي ځل د سردار محمد داوود خان په واکمنۍ کې طرحه شوه چې د حکومتونو له بدلون سره همداسې پاتې وه.
د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته سرپرست حکومت د دغه کانال د جوړېدو چارې عملا پيل کړي او لومړی فاز يې پای ته ورساوه.




