د بلخ ولايت د رېل پټلۍ امر انجينر سید قديم کريمي ويلي، د دغې پټلۍ چارې به تر راتلونکو دريو مياشتو بشپړې شي.
وايي، د دغې رېل پټلۍ په جوړېدو سره به د غټو اموالو لېږد په کم وخت او چټک ډول ترسره شي.
د قوشتېپې کانال د افغانستان له لويو ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال يې د دويم فاز چارې جريان لري.
د دغې پروژې ټول مصرف د حکومت له داخلي عوايدو څخه ورکول کيږي، چې په جوړېدو سره به ۷۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره به د ستراتيژيکو اړيکو په برخه کې هم د پام وړ رول ولوبوي.




