د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او سوداګریزو تابلوګانو د اصلاح کمیسیون له ټولو هټيوالو، سوداګريزو مرکزونو، استوګنځايونو، مؤوسسو او نورو بنسټونو غوښتي چې خپلې تابلوګانې اصلاح کړي.
دوی د دغه کار لپاره پنځلس ورځې وخت ورکړی.
نوموړي کمېسون له هېوادوالو غوښتي، چې په دغه کار کې له دوی سره همکاري وکړي.
یاد کمېسیون ټینګار کوي چې په ښارونو کې د هټیو او سوداګریزو مارکیټونو لوحې باید په سوچه پښتو او دري ژبو ولیکل شي.




