کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې پوهنتونو کې بهرني استادان جذب کړو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، نداء محمد ندیم وایي، هڅه کوي، چې تحصيلي نظام د معياري کېدو په موخه د هېواد په پوهنتونو کې بهرني استادان هم جذب کړي. هغه بلخ پوهنتون کې یوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو استادانو د بېرته رابللو لپاره هم هڅې کوي. نوموړي زياته کړه، چې د دغو استادانو…

2023-09-24 14:09 105۲ دقیقې لوستل
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې پوهنتونو کې بهرني استادان جذب کړو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، نداء محمد ندیم وایي، هڅه کوي، چې تحصيلي نظام د معياري کېدو په موخه د هېواد په پوهنتونو کې بهرني استادان هم جذب کړي.

هغه بلخ پوهنتون کې یوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو استادانو د بېرته رابللو لپاره هم هڅې کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو استادانو د بېرته رابللو لپاره یې بېلابېلو هېوادونو ته بېلابېل پلاوي لېږلي دي.

نديم داسې مهال هېواد ته د استادانو د بېرته راستنېدو خبره کوي، چې د نوموړي په قول روسیې ته د سياليو لپاره تللي درې افغان زده کړیالان اروپا ته تښتېدلي دي.

دی زياتوي، چې د هېواد په پوهنتونو کې د اوسنيو استادانو د ظرفيت لوړولو چارې هم ګړندۍ روانې دي.

هغه وویل:«د استادانو د ظرفیت لوړول مهم دي. سږکال د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره موږ ته ۴۵۰مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.»

د لوړو زده کړو وزير بلخ کې دې غونډې ته د خبرو پر مهال زياته کړه، چې اوسمهال د هېواد په پوهنتونو کې خيالي محصلين نشته.

هغه وويل، چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ واټن کم شوی او باید ټول ځوانان د عصري زده کړو تر څنګ دیني علوم هم زده کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په داسې حال کې د تحصيلي بنسټونو د پياوړتيا خبره کوي، چې له تېر شاوخوا يوه کال راهيسې پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی.

اوسمهال د هېڅ په هېڅ پوهنتون کې ښځينه زده کړيالانې زده کړې نه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب