کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د لوړو زده کړو وزير: د نجونو د زده کړو له مسئلې یو جنجال جوړ دی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندامحمد نديم وايي، د نجونو د زده کړو د پیلېدو له مسئلې یو جنجال جوړ دی. هغه تېره شپه د (نومبر ۱۳مه) ملي تلوېزيون سره د مرکې پر مهال د نجونو د زده کړو د پيلیدو د پوښتنې په ځواب کې له وضاحت وړاندې وويل، «دا مسئله خو واقعاً دسې يوه مسئله ده، چې يو جنجال ځینې جوړ دی.» نوموړي په دې م…

2023-09-13 10:12 138۲ دقیقې لوستل
د لوړو زده کړو وزير: د نجونو د زده کړو له مسئلې یو جنجال جوړ دی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندامحمد نديم وايي، د نجونو د زده کړو د پیلېدو له مسئلې یو جنجال جوړ دی.

هغه تېره شپه د (نومبر ۱۳مه) ملي تلوېزيون سره د مرکې پر مهال د نجونو د زده کړو د پيلیدو د پوښتنې په ځواب کې له وضاحت وړاندې وويل، «دا مسئله خو واقعاً دسې يوه مسئله ده، چې يو جنجال ځینې جوړ دی.»

نوموړي په دې مرکه کې د نجونو د زده کړو د پیل د مشخص وخت په اړه څه نه دي ويلي؛ خو زياته یې کړې يې ده، چې اوسنی حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی؛ بلکه تر امر ثاني یې ځنډولې دي.

هغه له ټولو ديني عالمانو او استادانو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو په مسئله کې دې د حکومت د پرېکړې اطاعت وکړي.

نديم زياته کړه: « دا خو واقعيت دی، چې دیني مسایلو کې اختلافات وي. هغه مسایل، چې د نظام اړوند وي او په هغه مسئله کې حکم کول هغه د نظام سره تعلق لري، په دغسې مسایلو کې دې استادان او علمای کرام د نظام په فتوی عمل وکړي»

هغه علماوو او استادانو ته په خطاب کې وايي، چې له ځانه څخه د معلوماتو شریکول په ولسونو کې ستونزې راپيدا کوي او اختلافاتو ته لار هواروي.

نديم وايي، چې نړۍوالو د ښځو تعليم د ځان لپاره بهانه ګرځولې او مونږ د دوی غوښتنه نه شو پوره کولای.

دی زياتوي، چې نړۍوال غواړي تر څو د افغان نجونو لباس او ګرځېدل د نورې نړۍ په څېر کړي؛ خو د افغانستان کلتور او مذهب دا نه ايجابوي.

نوموړی وايي، چې نجونوې دې عاجله نه کوي او د شريعت مطابق د دوی ټول حقونو ورکوو.

لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لسمه نېټه، د یوه مکتوب په خپرولو سره پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې.

که څه هم د اوسني حکومت دا تصميم په کور دنننه او بهر له ډېرو غبرګونو سره مخ شوی؛ خو چارواکو یې په اړه تر اوسه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب