کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت د پانګونې شرط پاڼه لاسلیک کړې

ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د مالیې وزارت او د «ډي پي ورلډ» شرکت ترمنځ د پانګونې یو شرط پاڼه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ په دفتر کې لاسلیک شوې ده. په دې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو د دفتر رئیس مفتي عبدالله عزام…

2025-12-07 05:17 127۲ دقیقې لوستل
د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت د پانګونې شرط پاڼه لاسلیک کړې

ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د مالیې وزارت او د «ډي پي ورلډ» شرکت ترمنځ د پانګونې یو شرط پاڼه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ په دفتر کې لاسلیک شوې ده.

په دې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي چارو د دفتر رئیس مفتي عبدالله عزام ویلي، چې دې شرط پاڼه کې به د بهرنیو قراردادونو او پانګونو لپاره زمینه برابره کړي؛ داسې پانګونې، چې د هېواد تجارتي بندرونه به عصري کړي او له نوې ټکنالوژۍ سره به سمبال شي.

نوموړي زیاته کړې، د دې شرط پاڼې له مخې به په دې وتوانېږي، چې په راتلونکي کې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره اړینې اسانتیاوې پراخې کړي، د بندرونو عملي او مدیریتي چارې به د پرمختللو وسایلو له لارې مؤثرې پرمخ بوزي او ټول فعالیتونه به د نړۍوالو معیارونو مطابق ترسره شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې شرط پاڼې له مخې، به په لومړي پړاو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د حیرتان بندر عصري شي او په دویم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر موقعیت لرونکی تورخم بندر پر عصري وسایلو سمبال او د نړۍوالو معیارونو مطابق به یې بنسټیز جوړښت برابر شي.

سرچینې وړاندې لیکلي، له دې وروسته به دغه لړۍ د هېواد نورو لوژستیکي لارو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته هم وغځېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب