کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مخابراتو وزير: فيسبوک به محدود او يا مسدود کړو

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت نجیب الله حقاني له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه ويلي، په يوې داسې ځانګړې طرحه کار کوي چې فيسبوک محدود او که يا مسدود کړي. ښاغلی حقاني د يادې پرېکړې په اړه ويلي: «د هېواد ځوانان دم‌ګړۍ زده‌کړو ته اړتیا لري او باید په ټولنیزو رسنیو بوخت ونه اوسي.» هغه د انټرنټ د لوړ…

2024-04-06 08:47 185۲ دقیقې لوستل
د مخابراتو وزير: فيسبوک به محدود او يا مسدود کړو

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت نجیب الله حقاني له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه ويلي، په يوې داسې ځانګړې طرحه کار کوي چې فيسبوک محدود او که يا مسدود کړي.

ښاغلی حقاني د يادې پرېکړې په اړه ويلي: «د هېواد ځوانان دم‌ګړۍ زده‌کړو ته اړتیا لري او باید په ټولنیزو رسنیو بوخت ونه اوسي.»

هغه د انټرنټ د لوړ قيمت په اړه ويلي چې افغانستان د نورو هېوادنو په څېر بهر ته لاره نه لري؛ نو ځکه ورته انټرنیټ په لوړه بيه تمامېږي.

نوموړی همدا راز د مخابراتي شبکو د شمېر زیاتوالی او د افغانستان کم نفوس، د مخابراتي شبکو لوړ لګښتونه او د برېښنا نه شتون د انټرنیټ د لوړوالي له علتونو ګڼي.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست همداراز ویلي، د لومړنیو شمېرو لمخې، تر اوسه ۶۱ سلنه هېوادوال مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د نوموړي په وینا، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره مخابراتي سایټونه فعال دي او له دغه وزارت سره ۲۲ اعشاریه ۷ میلیونه سیمکارټونه ثبت دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست  زياته کړې، له کرېډیټونو لس سلنه مالیه په راڼه ډول د دولت خزانې ته لېږدول کېږي او په وینا یې تر اوسه له دغه درکه شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب