کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړي

د ملي تدارکاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د یاد کمېسیون له لوري ۲۱ پروژې چې ۱۸ میلیارده افغانۍ لگښت پرې راځي منظور شوي او یاد کمېسیون دوه شرکتونه چې له اصولو یې سرغړونه کړې وه یو تر شپږ میاشتو او بل هم تر دوو کلونو پورې په دغه پروژو کې له برخې اخیستلو څخه ویستلي دي. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم خبر ورکړی چې د ملا عبدالغ…

2025-05-06 19:24 47۲ دقیقې لوستل
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړي

د ملي تدارکاتو کمېسیون خبر ورکړی چې د یاد کمېسیون له لوري ۲۱ پروژې چې ۱۸ میلیارده افغانۍ لگښت پرې راځي منظور شوي او یاد کمېسیون دوه شرکتونه چې له اصولو یې سرغړونه کړې وه یو تر شپږ میاشتو او بل هم تر دوو کلونو پورې په دغه پروژو کې له برخې اخیستلو څخه ویستلي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو ملي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره کړه.

خبرپاڼه کې راغلي د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه غونډه چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله پکې له پلان سره سم ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث کولو وروسته یې ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظورې او درې نورې لغوه اعلان شوې.

سرچینې وایې ټاکل شوو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د درې پروژو لپاره د ګټونکو شرکتونو سره د هغه پروژو قیمتونه مالوم او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته یې راپور ورکړي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مالوماتو په اساس په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د قوشتیپې کانال یوه برخه، د ارزګان د چنارتون ولسوالۍ د شفلوغ بند، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نهرالسراج کانال د لومړي لاټ کارونه، د کندهار او سپین بولدګ د دویمې برخې سرک، د بېلابېلو ولایتونو لپاره د برېښنایې سیستم برابرول او د لري پرتو ولایتونو لپاره د غوره مخابراتي خدماتو برابرول شامل دي.

خبرپاڼې وړاندې لیکلي چې په دغه پروژو باندې ۱۸ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د سرپرست حکومت له مالي بودیجې څخه به ورکول شي.

د اقتصادي معاونیت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري "افغان ګندمک" شرکت د دوه کلونو او "رفیع خالد" سوداګریز شرکت له اوصولو د سر غړونې له امله د شپږو میاشتو په موده کې په هیڅ رقم پروژو کې برخه نشي اخیستلای.

باید وویل شي چې دغو دوو شرکتونو له اړوندو وزارتونو او ادارو سره تر موافقې او د پروژو له ګټلو وروسته له قوانینو سرغړونه کړې چې له امله یې د یادې مودې لپاره په هیڅ ډول پروژو کې د برخه اخیستلو حق نه لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب