د ملګرو ملتونو د امنيت شوار ناسته پرون سه شنبه د سپتمبر د مياشتې په ۲۶مه نېټه جوړه شوه. د دې ناستې د ګډونوالو ډېر تمرکز افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په اړه وو.
په افغانستان کې د یوناما مشرې رزا اتونبایوا د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا په دې غونډه کې وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د افغانستان د سرپرست حکومت سیاستونه د نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي.
هغې زياته کړه، چې له اوسني حکومت سره تعامل د دوی چلند نه دی تغیر کړی.
د امریکا د ځانګړو سیاسي چارو استازي رابرټ ووډ په دغې ناسته کې په افغانستان کې د شته محدودیتونو په هکله اندېښنه څرګنده.
هغه له اوسني حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې پر زده کړو لګېدلي بنديزونه له منځه يوسي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست، نصير احمد فایق دې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، چې تېرو دوه کلونو کې د افغانستان وضعيت ښه شوی نه دی.
هغه زياته کړه، چې په ټولنیزو، بشري حقونو، امنيتي او سياسي برخو کې د افغانستان وضعيت خراب شوی او بشري بحرانونه لا پسې ژور شوي دي.
د امنيت شورا په ناسته کې شويو څرګندونو ته د افغانستان اوسنی حکومت هم توند غبرګون ښودلی دی.
د سرپرست حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد ويلي، دې ناسته کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.
هغه نيوکه کړې، چې د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې له سرتاسری امنیت، عمومي عفوې، صلحې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړیدو، په داخلي عوایدو د بودیجې تهیه کیدو، ټول هیواد ته د تعلیمي بهیر غزیدو او لسګونه نورو پرمختګونو اصلا بحث ونشو او اهمیت ورنکړل شو.
مجاهد زياته کړې، د دې موضوعاتو نه يادول، څرګندوي چې مغرضې حلقې لاهم زموږ سره په جګړه اخته دي او دملګرو ملتونو سازمان يې هم یرغمل کړی او زموږ په وړاندې يې کاروي.
نوموړي ويلي، د افغانستان خلکو ته د خپل دین لارښونې اولویت لري او د خپل هېواد ملې ګټې ورته مهمې دي.




