کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغان نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش یو ځل افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بنديز د لرې کېدو غوښتنه کړې ده. هغه نن په خپله اېکس پاڼه ليکل، چې نن دوشنبه «د سپتمبر ۱۸مه) افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته دنجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز دوه کاله پوره شول. نوموړي ويلي، چې دا اقدام د بشري حقونو نه توجيه ک…

2023-09-17 22:39 95۲ دقیقې لوستل
د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغان نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش یو ځل افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بنديز د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

هغه نن په خپله اېکس پاڼه ليکل، چې نن دوشنبه «د سپتمبر ۱۸مه) افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته دنجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز دوه کاله پوره شول.

نوموړي ويلي، چې دا اقدام د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض دی، چې دې هېواد ته اوږدمهاله زيانونه اړوي.

ګوترېش د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه همدا راز زياته کړې:«نجونې له ښوونځيو سره تړلي دي؛ اجازه ورکړئ، چې بېرته ښوونځيو ته ستنې شي.»

همدې حال کې د بخښنې نړۍ‌وال سازمان هم ويلي، چې د افغانستان اوسني حکومت د نجونو د حقونو د اعادې لپاره خپله هېڅ ژمنه نه ده پوره کړې.

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د زرګونو افغان نجونو راتلونکی او هیلې له خطر سره مخ دي او د دوی د حقونو د اعادې لپاره باید سمدستي اقدام وشي.

د افغانستا سرپرست حکومت دوه کاله وړاندې، ښوونځيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونې زده‌کړې تر امر ثاني وځنډولې؛ خو د دوه کلونو په تېرېدو تر اوسه نه ده معلومه چې دغه بنديز به تر کله دوام وکړي.

اوسنيو چارواکو بيا بيا په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دا بنديز دايمي نه؛ بلکه موقت دی.

دې موده کې ځينو چارواکو د دې بنديز علت کلتوري ستونزې، ټولنیز مخالفتونه، د شرايطو نابرابري، او درسي نصاب د نجونو د زده‌کړو د ځنډېدو علتونه ګڼلي دي.

معلومه نه ده، چې د دې ستونزو حل او د نجونو د ښوونځيو بيا پيل به څومره نور وخت ونيسي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب