کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کېږي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د (سپټمبر ۲۲) د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي. دا غونډه په ملګر…

2023-09-22 01:25 97۲ دقیقې لوستل
د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کېږي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د (سپټمبر ۲۲) د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.

په دې ناسته کې به  د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي ګډون ولري.

د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنټ او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه تېره سه شنبه د (سپټمبر ۱۹مه) پیل شوې چې تر راتلونکې سه شبنې ورځې به دوام وکړي.

د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د ترکیې، ایران، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښې شریکې کړې او له اوسني سرپرست حکومت د یو ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب