کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مور شېدو سره د تغذيې اوونۍ؛ يونېسف: په نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومان له سالمو شېدو څخه نه تغذيه کيږي

نن د اول اګسټ په اوله د مور شېدو سره د تغذيې نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د ملګرو ملتونو له لوري د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونېسف ويلي، په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومان له سالمو شېدو څخه نه تغذيه کيږي.   يونېسف دغه څرګندونې د روغتيا له نړۍوال سازمان سره په يوه ګډه اعلامیه کې کړي دي.   دغه صندوق ويلي، د ماشومانو لپاره…

2024-08-01 04:31 447۱ دقیقې لوستل
د مور شېدو سره د تغذيې اوونۍ؛ يونېسف: په نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومان له سالمو شېدو څخه نه تغذيه کيږي

نن د اول اګسټ په اوله د مور شېدو سره د تغذيې نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د ملګرو ملتونو له لوري د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونېسف ويلي، په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومان له سالمو شېدو څخه نه تغذيه کيږي.

 

يونېسف دغه څرګندونې د روغتيا له نړۍوال سازمان سره په يوه ګډه اعلامیه کې کړي دي.

 

دغه صندوق ويلي، د ماشومانو لپاره د مور د شېدو تغذيه کولای شي هر کال د ۱۸۲ زره څخه د ډېرو ماشومانو ژوند وژغوري.

 

د مور د شېدو د تغذيې اوونۍ داسې مهال لمانځل کيږي چې څه موده مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام په يوه راپور کې ويلي وو، په افغانستان کې له درې ميليونو څخه ډېر ماشومان په خوارځواکي اخته دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب