کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د م.م د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکی: افغانستان کې د ستونزو د حل لار د ښځينه زدکوونکو پر زده‌کړو د بندیزنو لرې کول دي

د م.م د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکی: افغانستان کې د ستونزو د حل لار د ښځينه زدکوونکو پر زده‌کړو د بندیزنو لرې کول دي   د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکی، په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لاره د ښځينه زدکوونکو پر وړاندې د زدکړو د محدوديت لرې کول دي. د کورنيو چارو سرپرست وزير د افغان…

2023-10-23 02:24 74۲ دقیقې لوستل
د م.م د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکی: افغانستان کې د ستونزو د حل لار د ښځينه زدکوونکو پر زده‌کړو د بندیزنو لرې کول دي

د م.م د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکی: افغانستان کې د ستونزو د حل لار د ښځينه زدکوونکو پر زده‌کړو د بندیزنو لرې کول دي

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکی، په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لاره د ښځينه زدکوونکو پر وړاندې د زدکړو د محدوديت لرې کول دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فرید سينيرلي اوغلو سره کتلي.

اوغلو د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه ويلي، د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره يې کتلي، د‌ده په خبره هېڅ کوم هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی ندی‌.

نوموړي د شته ستونزو حل لاره د ښځينه زدکوونکو پر وړاندې د زدکړو محدوديت له منځه وړل او له دغه هېواده نورو هېوادونو د ګواښ نه پېښېدل ياد کړل.

د ده په خبره، يوناما له نړيوالو سره د افغانستان د اړيکو پياوړتيا، بیارغونې، او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو ده.

ورته وخت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې ویلي، د نړيوالې سولې تامين، د خبرو له لارې د مسائلو حل، او بې پريتوب د ملګرو ملتونو مسووليت دی.

د نوموړي په خبره، نړيواله ټولنه دې د يو طرفه پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګار وکړي.

هغه افغانان د نړيوالې ټولنې د کورنۍ غړي ياد کړل او په خبره يې، باید له پامه ونه غورځول شي.

هغه همداراز وويل، د افغانانو ترمنځ خپلمنځي ستونزې پای ته رسېدلي او د يو منظم هېواد د جوړولو چارې روانې دي.

نوموړی همدا راز د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه بريالۍ وبلله.

ده وويل، نشه یي توکي د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او پروړاندی یې مبارزه هم باید د ټولو لخوا ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب