د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي ویلي، له پاکستان او ایران څخه یې راستنو شویو افغان کډوالو سره کتلي، چې ټول یې له نیونو، ځورونو او زور زیاتي څخه شکایتونه کوي.
هغه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان د تازه پلان له مخې، ښایي یو نیم میلیون افغانان له دغه هېواد څخه ووېستل شي.
د بینټ په خبره، په دې کډوالو هغه کسان هم شامل دي چې د نړیوالې پناه غوښتنې په لټه یې خپل هېواد پریښی دی.
نوموړي یو وار بیا د سیمې له هېوادونو؛ په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران غوښتي چې د افغان کډوالو له اېستلو لاس واخلي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د مخنیوي غوښتنه کړې؛ خو پاکستان کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د م.م راپور ورکونکی: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې.نوموړي ویلي، له پاکستان او ایران څخه یې راستنو شویو افغان کډوالو سره کتلي، چې ټول یې له نیونو، ځورونو او زور زیاتي څخه شکایتونه کوي.هغه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پا…




