په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې نن د ۹۰۰ ورځې لپاره هم په کور ناستې دي او ښوونځیو ته نه شي تللی.
سرپرست حکومت که څه هم وايي چې د ښوونځیو د بېرته پرانېستو لپاره پر تګلاره کار کوي؛ خو په عملي ډګر کې یې ګام نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته یوازې دوه اوونۍ پاتې دي.
په دې معنی چې له شپږم ټولګي ښکته نجونې به ښوونځیو ته ستنې شې؛ خو نږدې دوه میلیونه نورې به بیا هم کور ناستې وي.
سرپرست حکومت په هېواد کې د نجونو د زده کړو سربېره، د ښځو پر کار هم بندیز لګولی، هغه څه چې په کور دنننه او بهر یې پراخ غبرګونونه لرلي دي.
حکومت د کورنیو او نړیوالو غوښتنو سره، سره بیا هم د نجونو پر زده کړو او کار بندیز پای ته ونه رساوه.
سر له دې چې په دې موده کې لوړپوړو چارواکو ژمنې وکړې چې دا بندیز به پای مومي؛ خو تر اوسه پوره نه شوې.
حکومت د بندیز دلیل دا ښیي چې د نجونو زده کړو ته زمینه نه ده برابره او هڅه کوي چې د اسلام د شریعت په رڼا کې ورته مناسبه حل لاره وګوري.
دغو بندیزونو که له یوه لوري نجونې له زده کړو محرومې کړې؛ خو له بل لوري یې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل مخه هم نیولې.
نړیواله ټولنه وایي، که افغان واکمن غواړي چې پر رسمیت وپېژندل شي؛ نو لومړی باید یو لړ شرطونه ومني، چې په کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار اجازه اساسي شرطونه بلل کېږي.




