د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون کې د اکسیجن د توليد پرمختللې دستګاه جوړه شوه.
د دې ولایت د عامې رییس ډاکټر محمد رحیم قلندري وایي، دغه دستګاه تېره ورځ (شنبه د سپتمبر ۲۳مه) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
نوموړی زياتوي، د اکیسجن د تولید یاده شبکه يوه صافه او په پرمختللې تکنالوژۍ سمباله دستګاه ده، چې په یوه دقیقه کې د ۲۸۳ لیتره اکسیجن د تولید ظرفیت لري او تولید شوی اکسیجن په ۴.۵ بار چې د فشار واحد دی اکسیجن ذخیرې ته رسوي.
قلندري وايي، پر یادې دستګاه ۱۲۵ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی او د (Jhpiego-UHI) موسسې له لوري ورکړل شوی دی.
د عامې روغتيا مسوولین وايي، چې د اکسيجن د یادې دستګاه له فعالولو سره به د روغتيا په برخه کې د اکسيجن د کمښت ستونزه حل شي.
د دوی په وینا، د ننګرهار ولایتي روغتون کې پخوا ناروغانو د اکسيجن د ډبو پر مټ اکسيجن ورکول کېده، چې تاثیر يې کم او د ناروغانو درملنه یې ستونزمنه کړې وه.




