د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي، د ساينس پوهنځي محصلانو نن خپله جوړه شوې ډرون الوتکه ازمايلې ده.
د سرچينې په خبره، دغه الوتکه F22 نوميږي او له کاک کاغذ څخه د يوې مياشتې په موده کې جوړه شوې ده.
سرچينه زياتوي، دغه الوتکه په پنځه سوه متره لوړوالي کې الوتنه کولای شي او همداراز له خپل وزن پرته پنځه سوه ګرامه اضافي وزن هم لېږدولی شي.
سرچینې ویلي، د پوهنتون ادارې د الوتکې جوړونکو محصلانو ته د هر اړخيزې همکاري ډاډ ورکړی دی.




