پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د نوی ښوونيز کال د پیل اعلان وکړ.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کابل په اماني ليسه کې جوړه شوې وه، د پوهنې سرپرست وزير او نورو چارواکو پهکې ګډون درلود.
د هېواد په سړو سیمو کې ښوونيز کال داسې مهال پیليږي چې لا هم نجونې تر امر الثاني ښوونځيو ته د تګ اجازه نلري.
پوهنې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، سرپرست حکومت ژمن دی چې په ټول هېواد کې زدکوونکو ته د زدکړې زمينه برابره کړي.
په اعلاميه کې همداراز راغلي، دوی به د کميت تر څنګ د زدکړو کيفيت لوړ او هم به ښوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه سيمينارونه برابر کړي.
ياد وزارت له زدکونکو غوښتي چې ځانونه په اسلامي اصولو برابر کړي او داسې جامې دې هم نه اغوندي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف وي.
غونډه کې همداراز د پوهنې سرپرست وزير له پردي احتياجه د خلاصون يوازينۍ لار زدکړې بللي او له خلکو یې غوښتي دي چې خپل اولادونه دې ښوونځيو ته واستوي.
ورته مهال بيا د دغه وزارت ادارې مرستیال صبغت الله وصيل ويلي، پوهنې وزارت د هېواد بچيانو ته د متوازنو ښوونيزو خدماتو رسولو ته ژمن دی.
نوموړي همداراز زياته کړې، تېر لمريز کال يې له لاسته راوړنو ډک وو او سږ کال به هم پرمختګونه ولري.




