کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د‌ نوي کابل ښار د پروژې لومړي فاز چارې پيل شوې

د نوي کابل ښار د پروژې لومړي فاز چارې نن د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پيل شوې.   دغه پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت او خصوصي سکټور له لوري د ۷۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت په ۱۵۰۰ جريبه جوړيږي.   دغه ښار به د اوسني کابل ښار يو نيم برابر لوی وي.   د رييس الوزرا اداري مرستيال د دغه ښارګوټي د جوړ…

2024-12-10 01:10 76۱ دقیقې لوستل
د‌ نوي کابل ښار د پروژې لومړي فاز چارې پيل شوې

د نوي کابل ښار د پروژې لومړي فاز چارې نن د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پيل شوې.

 

دغه پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت او خصوصي سکټور له لوري د ۷۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت په ۱۵۰۰ جريبه جوړيږي.

 

دغه ښار به د اوسني کابل ښار يو نيم برابر لوی وي.

 

د رييس الوزرا اداري مرستيال د دغه ښارګوټي د جوړولو د پرانستې په مراسمو کې ويلي، د دغه ښارکوټي جوړول د هېواد د ابادي په لوري يو بل ګام‌ دی.

 

ده همداراز زياته کړې چې نوی جوړېدونکی ښارګوټی به د اوسني کابل ښار کې د نفوسو د زیاتولي په کنټرول کې مرسته وکړي.

 

په همدې مراسمو کې بیا د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال په بهر مېشتو هېوادوالو غږ کړی چې خپلې پانګې هېواد ته راوړي.

 

ده‌ همداراز ويلي، بايد داسې حکومت جوړ کړو چې راتلونکي نسلونه پرې وياړوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب