کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هرات زلزله ځپلیو لپاره د اروپایي ټولنې تازه مرسته راورسېده

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره یې د بشري مرستو نوې جوپه کابل ته راسېدلې ده.   دغه ماموریت تېره د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه مرسته کې طبي وسايل، خېمې، کمپلې او ژمني توکي شامل دي.   اروپايي ټولنې…

2023-11-21 22:11 81۱ دقیقې لوستل
د هرات زلزله ځپلیو لپاره د اروپایي ټولنې تازه مرسته راورسېده

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره یې د بشري مرستو نوې جوپه کابل ته راسېدلې ده.  

دغه ماموریت تېره د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه مرسته کې طبي وسايل، خېمې، کمپلې او ژمني توکي شامل دي.  

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم د هرات زلزله ځپلیو ته بشري مرستې استولې وې. 

په هرات کې پرلپسې زلزلې زرګونه کسان بې کوره کړي او مرستندویه ادارې وايي، چې دوی بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.  

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۷۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب