د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، اسټرالیا د هرات زلزله ځپلو ته د یو میلیون استرالیایي ډالرو مرسته برابروي.
اوچا پنجشنبه «د اکتوبر ۲۶مه» پر خپله اکس پاڼه د اسټرالیا له دغې مرستې هرکلی کړی دی.
اوچا وړاندې ویلي، اسټرالیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشرپالنې له صندوق سره ۷۰ میلیونه اسټرالیایي ډالره مرسته کړې ده.
هرات په دې وروستیو کې د څو زلزلو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۵ سوه کسان په کې مړه او دوه زره نور ټپيان شول.
یادې ادارې ویلي، دغو زلزلو په څو ولسوالیو کې څه باندې ۶۶ زره کسان زیانمن کړي دي.




