کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هرات موزیم او ارشیف ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم مدیر نورزی وایي، روانه میاشت کې د هرات له موزیم څخه ۲ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده. د هغه په خبره، د تېر کال په پرتله یې د سیلانیانو په شمېر کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.د نوموړی په وینا ، په تېرو دوه کالونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر تاريخي آثار د فرهنګيانو او امنيتي ځواکونو له…

2024-04-18 00:43 177۱ دقیقې لوستل
د هرات موزیم او ارشیف ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم مدیر نورزی وایي، روانه میاشت کې د هرات له موزیم څخه ۲ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده. 
د هغه په خبره، د تېر کال په پرتله یې د سیلانیانو په شمېر کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د نوموړی په وینا ، په تېرو دوه کالونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر تاريخي آثار د فرهنګيانو او امنيتي ځواکونو له لوري د هرات موزيم ته انتقال شوي دي.
 ورته مهال بیا د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولانا نصرالله ملکزاده دغه ولایت ته د اووه روسي وګړو د ورتګ خبر ور ورکوي.
ملکزاده وایي، په دغو سیلانیانو کې ښځې هم شتون لري چې ياد ولايت ته د سياحت په موخه راغلې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب