کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هرات ناورين؛ اصغر افغان د کرکټ له نړۍوالې شورا د مرستې غوښتنه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د هرات ولایت د تېرې ورځې زلزلې قربانیانو لپاره د مرستې غوښتنه کړې. هغه له یادې شورا غوښتي، چې د کرکټ لوبډلې، لوبغاړي او مشهور مالي ملاتړ کوونکي قانع کړي، ترڅو د یادې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي او همدارنګه دې د مرستو د راټولو په پا…

2023-10-07 22:49 99۱ دقیقې لوستل
د هرات ناورين؛ اصغر افغان د کرکټ له نړۍوالې شورا د مرستې غوښتنه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د هرات ولایت د تېرې ورځې زلزلې قربانیانو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

هغه له یادې شورا غوښتي، چې د کرکټ لوبډلې، لوبغاړي او مشهور مالي ملاتړ کوونکي قانع کړي، ترڅو د یادې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي او همدارنګه دې د مرستو د راټولو په پار یو سیستم رامنځته کړي.

اصفر افغان زیاته کړې، چې دا زلزله یوه پراخه ویجاړوونکې زلزله وه، وطنوال یې له هر وخت ډېر اوس وخت مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي یادې شورا ته یاده کړې، چې هېوادوال یې د مالي مرستې سربېره د مرستندویه توکو او د نورو هر ډول مرستو په تمه دي.

اصغر افغان د افغان کرکټ دوه مشهوره لوبغاړي راشد خان او محمد نبي ددې مرستو د راټولولو او د یادې پروسې د نماینده ګانو په حیث ور معرفي کړي دي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم راشد خان د پکتیا او پکتیکا زلزله ځپلو سره د کرکټ د نړۍ د مشهورو څېرو په ملګرتیا د پېښې قربانیانو ته مرسته راټوله کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب