دغه کورونه د انجيل ولسوالۍ په پنځه کليو ميرقنات، خواجه شهاب، علي منصور، کالار او هوادشت کې جوړ شوي چې د دغه ولايت د مسولینو او نورو قومي مشرانو په شتون کې زلزله ځپلو ته ورکړل شول.
زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون وياند وايي، دغه کورونه د يوې مياشتې په موده کې جوړ شوي او ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
د ده په خبره په ګڼو نورو زلزله ځپلو سیمو کې هم د کورونو جوړولو چارې روانې او په خبره يې په نږدې راتلونکې کې به په ګلران ولسوالۍ کې هم ورته چارې پيل کړي.
د هرات د زلزله ځپلو لپاره د ۳۶۶۰ کورونو د جوړولو خبره شوې وه چې له جملې زر کورونه د نهادونو او سوداګرو له لوري جوړ شوي او پاتې هغه یې د سرپرست حکومت لخوا جوړ شوي او په ځينو يې کار روان دی.
د زلزله ځپلو سیمو خلک د کورونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، د سرپناه ځای يې پيدا شو.




