د هلمند د ناوميش ولسوالي اوسیدونکي وايي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې یې ډېرې ستونزې حل شوي، خو لا هم یو شمېر حیاتي ستونزې پاتې دي چې د حل غوښتنه یې کوي.
د ناومېش ولسوالي اوسیدونکو دغه اندیښنې او غوښتنې د هلمند ولایتې ادارې له خوا له ورلیږل شوي ګډ پلاوي سره شریکي کړې .
ناومېش د هلمند یوه لرې پرته ولسوالي ده چې هلته د سړکونو خرابوالی، د څښاک د اوبو کموالی او د اوبو د بندونو نه شتون د خلکو تر ټولو لویې ستونزې بلل کیږي او ځایي اوسېدونکو یې د ژر حل غوښتنه کوي.
هغوی ددې ترڅنګ د مخابراتي شبکو د خدمتونو د پراختیا هم غوښتنه کړې ده.
بل لور ته بیا د هلمند د ولایتي ادارې استازي مولوي حاجي معصومي د ناومېش اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امکان تر بریده هڅه کوي یادې ستونزې ژر حل کړي.
د یادوني وړ ده چې ټاکل شوی پلاوی به د هلمند نورو شمالي ولسوالیو ته هم سفرونه وکړي.
د هلمند د ناومېش اوسېدونکي له دولت د ستونزو د حل غوښتنه کوي
د هلمند د ناوميش ولسوالي اوسیدونکي وايي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې یې ډېرې ستونزې حل شوي، خو لا هم یو شمېر حیاتي ستونزې پاتې دي چې د حل غوښتنه یې کوي.د ناومېش ولسوالي اوسیدونکو دغه اندیښنې او غوښتنې د هلمند ولایتې ادارې له خوا له ورلیږل شوي ګډ پلاوي سره شریکي کړې .ناومېش د هلمند یوه لرې پرته ولسوالي ده چې…




