کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هند او پاکستان د خرابو اړیکو له امله افغان سوداګر خپلو سوداګریزو توکو ته اندېښمن دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې خبر ورکړی چې د هند او پاکستان پر پولو د تګ-راتګ د بندیز لګېدلو له امله د افغانستان سلګونه لارۍ سوداګریز مالونه د خرابېدلو له ګواښ سره مخ دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې مشر خان جان الکوزي ویلي چې د افغانستان له ۱۵۰۰ ډېر کانتینرونه په واګه بندر کې پاتې دي. د الکوزي پر…

2025-05-04 04:51 139۱ دقیقې لوستل
د هند او پاکستان د خرابو اړیکو له امله افغان سوداګر خپلو سوداګریزو توکو ته اندېښمن دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې خبر ورکړی چې د هند او پاکستان پر پولو د تګ-راتګ د بندیز لګېدلو له امله د افغانستان سلګونه لارۍ سوداګریز مالونه د خرابېدلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې مشر خان جان الکوزي ویلي چې د افغانستان له ۱۵۰۰ ډېر کانتینرونه په واګه بندر کې پاتې دي.

د الکوزي پر وینا په دغه بندو پاتې کانټینرونو کې وچه مېوه،  سبزیجات او نور سوداګریز توکي بار دي.

نوموړي ویلي کوم واردات او ترانزیټي مالونه چې د کراچۍ له لارې له هنده هېواد ته راځي هم د پاکستان لخوا بند شوي دي چې شمېر یې له ۱۵۰۰-۲۰۰۰ کانټینرونو پورې رسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب