د هوا پېژندنې ادارې ویلي، نن او سبا به د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې ورښتونه وشي او په ځینو ولایتونو کې یې د سېلابونو اټکل هم کړی دی.
د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې د پنجآمو، کابل او هلمند سیندونو په حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او په پایله کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته دی.
سرچینې ویلي چې د بدخشان، تالقان، بامیان، لوګر، پنجشېر، غوربند، میدان وردګو، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان، بلخ، دایکنډي، فراه او غور د سیندونو په اوږدو کې د ورښتونو، د واورو د ویلي کېدو او د اوبو د کچې د لوړېدو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
ورته وخت کې د اوبو او برېښنا وزارت له خلکو غوښتي، هغو سیمو ته چې د سېلابونو راوتو احتمال پهکې ډېر، له تګه ډډه وکړي.
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، نن او سبا به د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې ورښتونه وشي او په ځینو ولایتونو کې یې د سېلابونو اټکل هم کړی دی.د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې د پنج‌آمو، کابل او هلمند سیندونو په حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او په پایله کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته دی.سرچینې ویلي چې د بدخشان،…




