د هوا پېژندنې ادارې نږدې ۲۵ ولايتونو کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل کړی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې نن او سبا د هېواد په فراه، هرات، بادغيس،. غور، فارياب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، بامیان او دایکندي ولايتونو کې د واورې، باران ورېدلو او بادونو الوتلو ا…
2026-03-08 05:04 296۱ دقیقې لوستل
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې نن او سبا د هېواد په فراه، هرات، بادغيس،. غور، فارياب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، بامیان او دایکندي ولايتونو کې د واورې، باران ورېدلو او بادونو الوتلو اټکل شته دی.
سرچینې لیکلي، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ سانتي مترو پورې وي.
خبر پاڼه زياتوي، د بادونو سرعت به په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کيلو مترو پورې وي.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.