د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلی چې نن او سبا به په ۳۳ ولایتونو کې واوره او بارانونه وشي چې له کبله به یې سېلابونه هم راشي.
دغه ریاست ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدانوردګ، بامیان، غزني، زابل، دایکندي،کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې واوره او بارانونه وشي.
دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.




