کابل (کوه نور، ۱۳ سنبله ۱۴۰۴): د هېواد ختیځ کې د یوې مرګونې زلزلې له امله تر دې دمه د قرباني شویو وګړو شمېر له دوه زرو تنو پورته ښودل شوی دی.
د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي، د هېواد ختیځ کنړ کې د وړمې یکشنبې شپې د زلزلې له امله د قربانیانو شمېر دوه زره او ۲۰۵ تنو ته رسېدلی دی.
فطرت ویلي، د یادې زلزلې له امله د هېواد په ختیځ کې په زرګونه تنه ټپیان شوي هم دي.
د دې زلزلې له امله تر ډېره تلفات په کنړ کې اوښتي دي؛ خو په لغمان او ننګرهار کې یې هم یو شمېر خلکو ته زیان اړولی دی.
ځایې مسوولانو ویلي، نن هم یوې بلې زلزلې، چې د ریښتر په کچه ۴,۷ درجې ښودل شوې ختیځ ولایتونه لړزولي دي.
د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې ویلي، دا نوې زلزله نن ۱۰:۵۲ بجې د جلال اباد ښار په ۱۳ کیلو مترۍ کې تر ځمکې لاندې په لس کیلو مترو کې رامنځته شوې ده.
د مسوولانو پر وینا، دې نوې زلزلې د کنړ چپې درې ولسوالۍ کې یو کور په بشپړه توګه له منځه وړی؛ خو دا، چې اوسېدونکي پکې نه و نو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.




