کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۷ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

کابل (کوه نور، ۱۰ عقرب ۱۴۰۴): د تېرې شپې د زلزلې له امله په بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندز ولایتونو کې ۲۷ تنه مړه شوي او له ۷۳۳ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. د بلخ د والي ویاند حاجي زید ویلي، په مزارشریف ښار او د بلخ ولایت ولسوالیو کې په دې پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۴۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.   همدارنګه د سمنګان ولای…

2025-11-03 05:48 204۲ دقیقې لوستل
د هېواد شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۷ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

کابل (کوه نور، ۱۰ عقرب ۱۴۰۴): د تېرې شپې د زلزلې له امله په بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندز ولایتونو کې ۲۷ تنه مړه شوي او له ۷۳۳ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند حاجي زید ویلي، په مزارشریف ښار او د بلخ ولایت ولسوالیو کې په دې پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۴۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.  

همدارنګه د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري لطف‌الله حبیبي، ویلي، چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه په ایبک ښار او د خُلم، حضرت سلطان ولسوالیو او شاوخوا سیمو کې مړه شوي او له ۲۷۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.  

په هندې حال کې د سرپل ولایت د طبیعي پېښو د مبارزې د چمتوالي مسؤلینو هم ویلي، چې دې پېښه کې درې تنه د تنگې تاشقرغان په مسیر کې او یو ماشوم د الج،هاد ولسوالۍ د کهنه قشلاق کلي کې مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.  

په ورته وخت کې د بغلان سیمه یېزو مسولانو ویلي، چې ۱۲ تنه د سپکو ټپونو سره ولایتي روغتون ته مراجعه کړې او وروسته له لومړنیو طبي خدماتو رخصت شوي دي.  

همدارنګه د کندز حوزوي روغتون امر ډاکټر محب‌الله ناصري ویلي، چې ۴۱ د پوهنتون محصلان د تېښتې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ټپیان شوي او دې روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب